د شهر نو پارک دوه نندارې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59332
محمد نعمان دوست‎
دخبریدو نیټه : 2014-04-20



 په شمالي کې جګړه په ټول شدت روانه وه. د انګورو په شنو باغونو لمبې خورې وې. د انګورو وږي په تورو سکرو بدل شوي وو. له کابله ټراکټورونه د باغونو تباه کولو لپاره لیږل کیدل. چا به ویل دا د ټلوالې د طراحانو یوه نخچه ده او غواړي جنګ د پنجشیر له درې لرې وساتي. هغوی دا هم ویل چې ټول وطن نیول شوی او اوس مقاومت پرته له تباهي او وژلو نوره ګټه نلري.
شهر نو پارک کې ډله نا اشنا ځوانان ناست ول، لکه اور چې دوی بل کړي وي او لوګیو یې مخونه تور کړي وي. د چا څڼې له تور پاج لنګوټیو را وتلې وې او چا په خریلو سرونو سپینې جالۍ خولۍ ایښې وې.
یو ځوان چې تازه یې ږیره پرې ایښې او بریتونه یې خریلي ول، مسواک یې خوله کې واهه او څنګ ته یې ضرب مومن اخبار ایښی و.په اخبار کې د بودا مجسمې د ړنګیدو رنګه تصویر چاپ شوی و. ور څنګه لاړم، ترې ومې پوښتل: د کوم ځای یې؟
-ډیره اسماعیل خان
- دلته څه کوې؟
- شمالي، جهاد
- هلته خو کاپر نشته؟
- سبحان الله ، جهاد فرض..
څو نور ملګري یې هم راغلل او ماته خپل موجودیت خطرناک ښکاره شو، ترې روان شوم.
یو وخت بیا همدې پارک ته لاړم. څو تورو عینکو والا کسان ګوته په ماشه ګرځیدل. د هغوی سپینې غوښنې مټې راوتلې وې، د یوه پر مټ خو شنه نقشونه هم ول. دا نقشونه ما په امریکايي فلمونو او د رسلنګ سیالیو د لوبغاړو په مټو لیدلي ول.
هغوی همداسې ګرځیدل، ما ویل ترې وپوښتم:
دلته څه کوئ؟
 شاید راته ووايي چې دموکراسي را ولو، عدالت راولو، ظلم ورکوو.
او که بیا ترې وپوښتم چې د اسرایلي خونخورو له پنجو ولې فلسطینیان نه ژغورئ؟ شاید نور ملګري یې هم راټول شي، موجودیت مې په خطر کې شي... همداسې ترې روان شوم.
زما وطنه او زما خاورې!
ستا پر سینه چې هر پردی مغرض ګام ږدي، دلته مې پښتیو کې کړسهار شي