غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59334
پوهنمل محمدوارث‎
دخبریدو نیټه : 2014-04-20

 

 

تروږميوکې مې شپې شوې او رڼا راڅخه ورکه
 سکروټې وم سکاره شومه ځلا راڅخه ورکه


 داڅه کانې راوشوې چې مې پل په کاڼو ولي
 بدرنګو سره مل يمه ښکلا راڅخه ورکه

 خيالونو د جنون صحرا کې خوشې کړم يواځې
 تقدير به مې همدا وي چې ليلا راڅخه ورکه

 سلګۍ مې ميلمنې شوې بيا د اوښکو بدرګه کې
 دا ډيره موده وشوه چې خندا راڅخه ورکه

 موجونو مخه وکړه د ساحل طرف ته درومي
 لاهو يمه او لاره د سبا راڅخه ورکه