په کندهار کي د ١٣ فوټبال لوبډلو تر منځ سيالي پيل سوه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59340
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-21

- تېره ورځ په کندهار کي د ١٣ فوټبال لوبډلو تر منځ د فوټبال سيالي پيل سوه.
 
دغه سيالي چي د کندهار په غازي سټېډيوم کي ترسره کېږي، تېره ورځ د غوره ليګ په موخه د کندهار د ديارلسو منتخبو لوبډلو تر منځ پر لار واچول سوه. ياده سيالي به څلوېښت ورځي دوام وکړي او هره ورځ به د دوو-دوو لوبډلو تر منځ سيالي کېږي.
 
د کندهار د فوټبال فدراسيون مرستيال ظاهرجان وويل، هره ورځ به دوې لوبي ترسره کېږي، يوه ماځيګر مهال او بله ماښام مهال. هغه زياته کړه: "د فوټبال فدراسيون له لوري به په پايلوبو کي ٨ لوبډلي د نمرو د ډېرښت له مخي انتخابېږي."
 
هغه وويل، دا لوبي يې په کندهار کي د غوره لوبډلو د انتخاب په موخه پر لار اچولي دي او تر څنګ يې د ځوانانو د تشويق هدف هم نغښتى دى.
 
د يادولو ده، کندهار د افغانستان په سطحه لومړنى ولايت دى چي د شپنيو لوبو د ترسره کېدو امکانات هم لري.