د کندهار په غورک ولسوالۍ کې څلور پوليس وژل شوي او درې لادرکه دي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59354
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-04-23


د کندهار په غورک ولسوالۍ کې د ملي پوليسو پر يوې امنتي پوستې باندي د جګړې پر مهال څلور پوليس وژل شوي او درې نور لادرکه دي
پيښه تير ماښام د دې ولسوالۍ د محمدشا کلا په سيمه کې د وسله والو طالبانو د وسله والي حملې له امله رامنځ ته شوې ده .
د کندهار د مطبوعاتي دفتر مسوول دواخان مينه پال وايې چې په پيښه کې څلور پوليس وژل شوي دي او درې نور تر اوسه لادرکه دي .
يوه امنتي سرچينه وايې ګومان کيږي چې وسله والو طالبانو په دې امنتي پوسته کې خپل نفوذي پوليس درلود .
تر اوسه د پيښي په اړه طالبانو څه نه دي ويلي .