بې نومه غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59359
لطیف بهاند
دخبریدو نیټه : 2014-04-23

 

سور گلاب چې څڼومنځ کې تا کېښود
اور دې په گوگل کې بيا د ما کېښود
 زه درته گيله دسوځېدو کوم
 ته له مانه پوښتې چې اور چا کېښود
 رايې کړ ،کلونه وروسته يو مچک
 روح يې د غزل،په زړه کې زما کېښود
 دا د تيارو فصل،چې په فصل دى
 زما په غرو رغو کې ،سرې رڼا کېښود
 ښکلى کړې دوکې،موږ پرې جنت باىلود
 دا دستور،زموږ خټه کې هوا کېښود
 پټه چې ريا سپينو جامو کې شوه
 نوم پرې زاهدانو ، اوس ملا کېښود
 ستا د خولې خوند مې خم ته ووايه
 نوم يې ساقى جان دادى صهبا کېښود


لطیف بهاند
 کیف ـ اوکراین