د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د قسمي پایلو درېیمه او وروستۍ برخه نن چهارشنبه ( د اپریل ۲۴) اعلان کړه چې، بیا هم عبدالله عبدالله تر نورو مخکې او اشرف غني احمدزی ورپسې په دویم نمبر کې دی .
د انتخاباتو د کمیسیون مشر محمد یوسف نورستاني په کابل کې خبریالانو ته وویل چې دا د څه باندې دوه اتیا فیصده (۸۲٪) شمېرل شویو رایو پایلې دي چې ( ډاکتر عبدالله عبدالله درې څلوېښت اعشاریه اووه (۴۳،۷٪) او اشرف غني احمدزي دوه دېرش اعشاریه نهه فیصده(۳۲،۹٪) رايي وړي دي .)
زلمي رسول د یولس اعشاریه یو فیصده (۱۱،۱٪) رایو په خپلولو په درېیم، عبدالرب رسول سیاف د اووه فیصده (۷٪) او قطب الدین هلال د دووه اعشاریه اته فیصده (۲،۸٪) رایو په ترلاسه کولو څلورم او پنځم دي .
ګل اغا شیرزي یوه اعشاریه شپږ فیصده(۱،۶٪)،داود سلطانزوی صفر اعشاره پنځه (۰،۵٪) او هدایت امین ارسلا صفر اعشاره دوه فیصده (،۲٪) رایو په ګټلو یو په بل پسې راغلي دي .
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې اوولس اعشاره پنځه فیصده ( ۱۷،۵٪) رایې لا اعلان شوي نه دي، د کمیسیون مشر یوسف نورستان ژمنه وکړه چې د شنبې په ورځ (د اپریل ۲۶) به د انتخاباتو لومړنۍ پایلې به هم اعلان کړي چې ممکن اعلان شوي قسمي نتایج بدل کړي .
د افغانستان د اپریل پنځمې جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون وکړ
د افغانستان د اپریل پنځمې جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو په انتخاباتو کې شاوخوا اووه میلیونه خلکو ګډون وکړ
ښاغلي نورستاني شک وښود چې د جمهوري ریاست هڅ یو کاندید به هم په لومړي دور کې ګټونکی نه شي او ښايي انتخابات دویم دور ته وغزیږي .
نوموړي وویل اعلان شوي ټولې رایې پاکې دي او قرنطین شوې او ناپاکې رایې به له څېړلو او تفتیش وروسته اعلانوي.
ده زیاته کړه د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون هغه کار کوونکي چې په ټاکنو کې په درغلیو تورن شوي، په تورلست کې داخل او لویې څارنوالۍ ته ور وپېژندل شي.
په تورلست د تورنو کسانو د نومونو داخلول په دې مانا دي چې د نوموړي په خبره هغوی بیا هېڅکله هم په انتخاباتي کمیسیونونو کې دنده ترسره کولی نشي .
د افغانستان د جمهوري ریاست او ولایتي شوراګانو انتخابات د اپریل په پنځمه ترسره شول چې شاوخوا اووه میلیونه خلکو په کې ګډون وکړ، که په دغو انتخاباتو کې یو کاندید هم پنځوس فیصده جمع یوه ( ۵۰٪+۱) رایه و نه ګټي انتخابات به د دوو مخکښو کاندیدانو ترمنځ بیا ترسره کیږي .