دمخابراتو وزارت :
دمخابراتو وزارت هوډلري چي دراتلونكي مياشتي تر پايه دهيواديوسلولسو(۱۱۰)ولسواليو ته دتيليفون،انترنيت اوفكس اسانتياوي برابري كړي
دمخابراتو وزارت په پام كي لري چي د راتلونكي مياشتي تر پايه دهيواد يوسلولسو ولسواليو او تر څومياشتو نورو پوري دافغانستان ټولو( ۳۵۰) ولسواليو ته د تيليفون،فكس او انترنيت اسانتياوي برابري كړي. په همدي ترڅ كي
نن د1384 لمریز کال دكب دمیاشتی پر لسمه دافغانستان دڅلورونورو ولسوالیو دتیلیفون، فکس او انترنیت سیستم دافغانستان دمخابراتو له وزیر انجنیر امیرزی" سنگین" سره دتیلفونی تماس په ترڅ کی فعال شو.
دمخابراتودوزارت دولسوالیو داړیکو دپروژی دتطبیق په لړکی نن د دپکتیا ولایت دآريوب،سيدكرم او زرمت ولسوالی دپكتيكاولايت د ارګون ولسوالي او د لغمان ولايت د عليشنګ ولسوالي دتیلیفون، فکس او انترنیت له لاری له ټول هیواد او بهرنړی سره ونښلول شوی.
دولسوالیو داړیکو پروژه دافغانستان دمخابراتو د وزارت له خوا تر سره کیږی، چی په تطبیق سره به یی دافغانستان ټولی 350 ولسوالی دتیلیفون، فکس او انترنیت له لاری دهیواد له نورو سیمو او بهرنی نړی سره ونښلول شی ، دیادولو وړده چی دراتلونکی لمریز کال 1385 په لومړی يوه نیمه میاشت کی به یادی شوی 350 ولسوالی ټولی د فکس ، فون او انترنیت اسانتیاوی تر لاسه کری.
ددغی پروژی په تطبیق سره په هر ولسوالی کی 20 لینه تیلیفونونه فعالیږی چی هم به دولتی اداری ورنه گټه اخلی او هم به عام وگړی کولای شی چی استفاده ورنه وکړی.
له دی بر سیره به محدود شمیر کمپیوترونه چی له انترنیت سره وصل دی هری ولسوالی دمخابراتو په دفترکی ایښودل کیږی چه عام وگړی او همدا راز دولتی کارکوونکی وکولای شی دانترنیت آسانتیاوونه گټه واخلی.