افغان لوبډلې په مسکو کې پاکستان، نيپال او ويسټنډيز ته ماتې ورکړه‎

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59475

دخبریدو نیټه : 2014-05-06

 


راپور: اسدالله نوري - مسکو

 د روسيې په پلازمېنې مسکو ښار د خلکو دوستۍ پوهنتون په کلني تورنمنټ کې افغان کرکټ لوبډلې په سږنيو سياليو کې د تېرې اونۍ په ترڅ کې په پرلپسې سياليو کې پاکستان، نېپال او ويسټنډيز ته ماتې ورکړې.

د روسې په پلازمېنې مسکو ښار د خلکو دوستۍ په پوهنتون کې هر کال کلنی تورنمنټ تر سره کيږي، چې په دغه تورنمنټ کې (افغانستان، هندوستان، بنګله دېش، نېپال، ويسټنډيز، سريلانکا او پاکستان) ټيمونه لوبيږي.

په سږني تورنمنټ کې افغانستان په (B) ګروپ کې له پاکستان، ويسټنډيز او نېپال سره ولوبېدی، چې په خپل ګروپ کې يې ټولو ټېمونو ته سترې ماتې ورکړې او سيمي فاينل لوبې ته يې لار پيدا کړه.

دغه راز د (A)په ګروپ کې (هندوستان، سرېلانکا او بنګله دېش ولوبېدل، چې سريلانکا په (A) ګروپ کې سيمي فاينل لوبو ته لار پيدا کړه.

د (B) په ګروپ کې افغانستان او ويسټنډيز او د (A) په ګروپ کې سريلانکا او بنګله دېش سيمي فاينل لوبو ته لار وموندله، چې په دې سياليو کې افغانستان خپل سيال ټيم سريلانکا ته ماتې ورکړه او بنګله دېش خپل سيال ټيم ويسټنډيز ته ماتې ورکړه.

افغانستان په سيمي فاينل لوبه کې له سريلانکا سره سيالۍ ته ووت، چې په دغې سيالۍ کې افغان لوبډلې په ټينګ عزم خپل سيال ټيم سريلانکا ته هم ماته ورکړه او وروستۍ (فاينل) لوبې ته لار پيدا کړه.

د پلازمېنې مسکو ښار د خلکو دوستۍ په پوهنتون کې د افغان کرکټ لوبډلې کپټان خوشال خاکسار وايي:(( موږ په خپلو لوبغاړو پوره باور لرو، چې انشاالله په فاينل لوبه کې به هم خپل سيال ټيم بنګله دېش ته ماته ورکړو او د خلکو دوستۍ په پوهنتون کې به افغانستان د ۲۰۱۴ کال د تورنمنټ اتل شي)).

د ښاغلي خاکسار په وينا د هوا د خراب والي له امله لوبې وځنډول شوې او ټاکل شوې، چې د روانې اونۍ جمعه په ورځ به افغانستان وروستۍ (فاينل) لوبه د بنګله دېش له ټيم سره ترسره کړي.

په مسکو کې د افغان کرکټ لوبډلې پخوانی کپټان خيبر علي خېل وايي:(( اوس په ډاډه زړه ويلی شم، چې زموږ ټيم د هر بل ټيم او خپل سيال پر وړاندې پوره چمتو والی لري، او راتلونکې فاينل لوبې ته مو هم پوره تمرينات کړي او فوق العاده اماده ګي لرو)).

علي خېل زياتوي: اوس زموږ لوبغاړي په پخې تجربې سمبال دي او هرې لوبې ته په ټينګ عزم وردانګي.

په مسکو کې د افغان کرکټ لوبډلې مشر خوشال خاکسار په خپل پيغام کې له ټولو مسکو مېشتو افغانانو څخه هيله وکړه، چې د خپلو لوبغاړو د تشويق په موخه په فاينل لوبه کې ګډون وکړي.

هغه زياته کړه:(( ګډون وړيا دی او فاينل لوبه به د جمعه په ورځ د سهار په ۰۸:۳۰ بجو پيل شي)).

د روسې پلازمېنې مسکو ښار د خلکو دوستۍ په پوهنتون کې د افغان کرکټ ټيم په ۲۰۱۲ ز- ک د افغان محصلينو د پخواني مشر جنت ګل ځاځي او نورو ملګرو په هڅو او زيار رامنځه شو، چې ښايي سږ کال افغانستان په دې سياليو کې د خلکو دوستۍ پوهنتون د تورنمنټ اتل شي.

افغان محصلين په ياد پوهنتون کې د فوتبال او واليبال ټيمونه هم لري