د زابلي ليکوالو دوه کتابونه تازه له چاپه راووتل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59514

دخبریدو نیټه : 2014-05-10

 

 ١-له سنګره ترهنره شعري ټولګه.
له سنګره ترهنره شعري ټولګه ده . ليکوال يې فقيرالله درويش دي.دا کتاب زابل ملي ادبي اوکلتوري ټولني له لوري خپور شوي. پر کتاب د ليکوال د سريزې سربېره د تکړه او منلي شاعر او ليکوال ښاغلي الحاج حبيب ګل ستاننه زى ،ژورنالست اوشاعر الحاج بشير احمد فيضان او ورسره د ايمل اميدي لنډه او علمي سريزه هم ځاي شوي . کتاب ټولټال (٢٨٣) مخه لري ، په رنګه پښتۍ او ژړ وزمه کاغذ چاپ شوي دى.


٢-که زه درسره نه وم ؟ ناول.
که زه درسره نه وم ؟ ناول دي. ليکوال يې ښاغلي ايمل اميدي دى.دا کتاب هم دزابل ملي ادبي اوکلتوري ټولني له خوا خپور شوى دى.
په ناول کي ښه موضوع په ښه انداز او ښه روانه ژبه د ښې موخي د وړاندي کولو لپاره رانغاړي .
دا د ايمل اميدي دريم ناول دى چي چاپ شو خو که خدای (جل جلاله) کول ډېرژر بې شعري ټولگه (تنها نه يم ) چاپ شي .

پر ناول د ليکوال سريزه ځاي پرځاي شوې او کتاب ټولټال ( ١٢٨ ) مخه لري، په رنګه پښتۍ او ژړ وزمه کاغذ چاپ شوي دي .
د يادوني وړ ده چي دا دواړه کتابونه د هيواد په بيلابېلو مشهورو کتابپلورنځيوسربېره په کوټه او پېښور کي هم ترلاسه کولاي شي