دشعراونظم ترمنځ توپیر:

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59763
محمدسرور وکیلي‎
دخبریدو نیټه : 2014-06-07


شعر د ادبیاتو په سرکي ځای لري،چي نظم اونثر احتوا کوي . دساري په توګه :
شعر
 نظم نثر
 شعر له یوې خوا په عروض (بدلمېچ) (Metrik)اوقافیه (rhyme) پوري اړه لري،چي نظم جوړه وي له بلي خوا له پښویې او ژبښود (ګرامر) (grammar)سره سروکار لري،چي نثر (prosa)جوړه وي اولیکي يې . دغه دواړه یاني نثراونظم له خبروجوړېږي بایدمنځپانګه، مانا، ښکلا،منطق، پیغام،عاطفه اوتخیل ولري ،چي دشعر اصطلاح ئې ډکه کړې وي . کنه نو خالي خبري دي . ځیني اشعار عادي وي یوازي دشعرد عروض اوقافیې خوا ئې ډکه کړې وي او لږ بیان پکښې وي نو دغه ډول شعر ته ادبپوهان نظم وایي . زما له نظره دغه هم شعر دی،مګر په اوچته کچه نه بلکي په کښته لېول (level) سره .
شعر دخبرو هنر(skill) دی،چي په هنر کي ئې دخبرو خیال،اندیښنه،منطق،ښکلا(aesthics)، مانا، محتوا او پیغام پروت دی . دغه ستایني دشعر کېدای سي،څرنګه چي پورته بیان وسوپه نثر(prosa) او په نظم(lyric) کي پرتې وي . شعر (poetry)یوه لرغونې عربي ګړه ده، چي په کلاسیک لحاظ وموزونو، قافیه لرونکوخبروته ویل کیده، چي تر اوسه پوري دغه آندو واند په خلکو کي عمومیت لري . خو په دا اخرو سلوکلونو کي ادب پوهانو شعر ته به لوړه مانا وکتل، لکه څنګه چي پورته ئې تشریح وسوه .
دشعر مانا دڅو پاړسي لغت نامو څخه ګورو . لومړې زماله آنده دشعرو ځانګړتیاوو ته یوه کتنه کوو: شعر یوه عربي کلاسیکه اوچته ګړه ده،چي دلوړ خیال په ټال سره تړلې د ښکلا او د مانا ډکه موزونه خبره ده،چي په پښتوکي ورته بدله وایي او دشاعر دتخیل او د ده دزمان او مکان دآغیزو محّصُول دی .
د علی اکبر «دهخدا» دلغت نامې څخه
« شعر مصدر(ع) دانستن و دریافتن چیزی .»
فرهنگ فارسی معین : «شعر (ع) سخن موزون .»
فرهنگ فارسی عمید : « شعر (ا) (ع) سخن منظوم،کلام موزون، سخن که دارای وزن وقافیه باشد . در فارسی سرواد هم ګفته شده .»
اوس راځو چي پاړسي ادیبان شعر ته څه تشریح لري :
مسعود (فارانی) په «ګوګل » کي لیکي :
 (خدا(ج) بخښلی استاد حسین «نایل» د
(۱۳۱۰ ــ ۱۳۷۶ ) پوري په ۶۶ کاله عمر سره دا خبره را پورته کړه .
استاد حسین« نایل» په باره کي دیوچا چي (گوهري) نومې دی دده کتاب پنځوس زره بیتونه لري؛ لوستی اومطالعه کړی .) وایي،(ما داکتاب ولوست،چي یو شی په نامه دهنردشعر یاشعریت یاشاعرتوب ددغه ناظم په کتاب کي پیداکم . )( کتاب سیری در ادبیات سده سیزدهم استاد حسین « نایل »)
 (دغه کار داستاد حسین «نایل » ډېر په زړه پوري وو او دی، چي توپیر ئې دناظم او شاعرکړی دی . )
اووایي : [څرنګه چي شاعر نسو کولای په ځانګړې توګه له خپل طبعی شعر ویلو څخه دي ښکلی شعر و وایي . نوغښتلی شاعر په بغل کي دخپل ځاني پوهي سره باید نوري علمي زده کړي هم کړي وي،چي وکولای سي و ټولني ته ښه په زړه پوري شعر وړاندي کړي . اوهم په ویناکي خپل پراخ نظر اوبلاغت ولري .
مولاناپه بغل کي دخپل ځاني پوهي(لدني علم)، پوهه د دین په برخه کي، دژبي فصاحت اوبلاغت او په شعر کي فوق العاده لاس بري او ډېري نوري زده کړي ئې هم لرلې . مګر تر هغه مهاله چي له « شمس » سره دی لیده نه کوي؛ دنړۍ دسمون جوړښت اود پیښو پېژندنه ئې واضح نه لیدله . نو د«مولانا» خبري تر ډېره خیالي او دهیّرانتیاوې . کله چي تکیه پر پوهي د « شمس » کوي او له د نه برخه اخلي په ننني مولاناسره بدلون مومي،چي اوس ئې نړۍ په یو اوچت «ښکارند» او په نا پیدا یَکــَړّ(یوازنی) سره پېژني .
دغسي بدلون له بده مرغه چي هغسي کسان لکه «ظهیرفاریابی»، «سنایی »، «عطارنیشاپوري»، «انوری» «ابیوردی » او نورو نه دی کړی، چي له خپل طبعي ادراکه او لوړشعر ي فصاحت اوبلاغت سره نه سو کولای، چي دمولانا سره دي سیالي وکړي . ........ په وروستنیو شاعرانو کي یوازي «خیام» ، «حافظ» او «بیدل » دی،چي پخپل پوهي اوطبعي ادراک سره او په ځیر سره دقضایاوو پېژندګلوي کړې؛ نو په شاعرانو سره بدلون مومي،چي ډېر لږو کسانو به ددوی په انډول دقضایاوو په وضاحت کي دغسي زیار ایستلی وي . دمولانا،خیام،حافظ اوبیدل لپاره شعر دیوه لوښي په شان دی،چي دوی پرهغه باندي ځواک لري،چي ډېري پېچیلي نړۍ والي مسئلې داسي دشعر په ژبه واضح او روڼ بیانه وي، چي نور ودې حد ته نه دي رسېدلي . نوله دې کبله دشاعري لپاره یوازي طبعي ځواک دشعر بسند نه دی،څه ځای چي کچَهّ د ذهن ئې له پوهي څخه دلازم شعر اونړۍ تشه وي .
ایاناظم ته به د ده دنظم ګوټي لپاره شاعر خطابه وو؟ نه! دا خبره له انصافه لیري ده .]

لیکونکی وایي : [ پخواني ادب پوهانو د شعر اوادبیاتوترمنځ توپیرنه کاوه . د دوی په نظر چي وزن اوقافیه ئې لرله شعر دی اوهره خبره چي به بې وزنه ا وبې قافيه وه نثر وو . مګر داوسنیو شاعرانو یون ددې نیمي پېړۍ۱ په پای کي داسو،چي وتوانېده ، دغه ناسم آند ته بدلون ورکي . نن څه ناڅه ډېره برخه دخلکو شعر دادبیاتو څخه بېل بولي . که څه دقیق تعریف د شعر په لاس که نه لري؛ خو د آزموینې له مخه ئې پیداکړې ده،چي تعریف د
«شمس قیس رازی » دشعر تعریف دی،چي برخلاف له هغه ممکنه کلام څخه ، چي موزون او برابر نه وي او دپای توری ئې هم د یوبل سره سم نه وي؛ خولاهم شعر وي .
نن شعر لوستونکی پوهیږي،چي دشعرد توپیر وجه یوازي اویوازي شعرانه منطق دی نه قافیه او وزن او هنري خبري . . . . . . نن دشعر لوستونکو دا منلې ده، چي شعر په نثر سره هم لیکل کیږي . ]

لیکونکی د استاد ډاکټر «محمدرضاشفیعی کدکنی» له خولې لیکي : [ دی هم شعر خیالي خبره بولي . دی پَرّ دې معتقد دی؛ هغه ځیني منظومي آثار چي په پخوانیوخلکو پوري تعلق لري دشعر څخه ئې لیري بولي ،ځکه چي دغه آثار دخیالي ځواک څخه خالي بولي او پرځای ئې هغه چي نثردي صوفیه او شطحیات د دوی دشعر په ډول بولي،چي د دوی ګرځیده راګرځیده پر هغه انځورونو او خیالونو باندي دی . ]
بیا بل ځای رضا «براهنی » به کتاب کي د « طلا در مس » لیکي :
 [ دشعرتعریف ستونزمن کار دی،اصولا یودستونزمنو کارو څخه په دغه باره کي دی،ښایي چي وویل سي دشعر تعریف نه منل سوی شی دی،چي شتون لري . نو له دې کبله نه سو کولای،چي یو ځانګړی تعریف دشعر وړاندي سي . مګر دپېژندګلوي لپاره دلیکوالانو نظریات دتیرو او اوسنیو او توپیر په منځ کي د دوی دنظریاتو او څو تعریفونه د دوی دلته را وړو :
شمس قیس «رازی » په « المعجم فی معایر اشعار المعجم » کي لیکي : شعر خبره ده اندېښنه سوې، مرتبه، مانیزه، موزونه،متکرره، برابره،د پای توری ئې دیوبل سره یوشی . دغه تعریف پر څلورو عنصرو لکه : اندېښنه، وزن، قافیه،ژبه باندي نظارت لري . ډاکټر محمد رضاشفیعی «کدکنی » بیا بل نظر لري : شعر یو غوټه خوړلې عاطفه او تخیل دی، چي په ژبه کي دآهنګ ئې بڼه نيولی وي .]

نورپاړسي ادبپوهان بیادنظم اونثر توپیر پخپلو لغت ناموکي داسي کوي :
لومړی دفرهنگ عمید تشرېح :« نظم عربي مصدر دی . سنګارول،سمول،مرواري په تارکي پې یل،یوپه بل پسې سمول،په و زن اوقافيې سره خبره، ضد د نثر .»
دنورپاړسي ادیبانو نظر :
 [نظم په لغت کي یوه موزونه خبره ده، چي ضد دنثر تعریف سوې دی . په رواج کي دادیبانو« دود» دشعر اونظم په ترتیب سره د دوو متفاوتو تعبیرونو سره او د یوه ګډمفهوم دپاره په کار ځي .
پوهان د بیان پوهني په منځ کي دشعر او نظم توپېر مني . شعر پخپل ځانګړې مانا ښایي چي منظومه خبره نه وي او هر نظم هم دشعري ګړي په حساب رانه سي . [۲] شعر خپل ځانګړي ماناوي اومفهومونه لري،چي ترډېره پوري دخاصو لفظیو ګړو دبیان لپاره«ادا» کیږي . کله کله کېدای سي چي ټوله پښویه دنظم په پوره اوسمه توګه ومني اویا په غوښتني سره دماناځینو ځایونوته بدلون ورکړي او په هغه کي لاس وهنه وکړي . په دې توګه که نظم دشعر دمانا اومفهوم لرونکی نه وي یا تردې حد هم آوُښتی وي خاصه مانا دنثر په کاریوسي،نو نه سو کولای پر دغه نظم دشعر نوم کښېږدو . . . . . . پوهان او مخکني دادب خاوندانو د نظم تعریف داسي بیان کړی:
« نظم وزن لرونکې او قافیه لرونکې مانا داره خبره ده . » دغه دی تعریف د نظم په مقابل د نثر . نثر په دودیزه توګه د نظم پر ضد ئې تعرفه وي او وایي، چي بې منظومه خبره ده، چي له بندو بست څخه دنظم خالي ده،چي وزن اوقافیه نه لري . ]

پورته لیکني پاړسي وې په پښتو ژباړه سوي .
اوس ګورو،چي پښتانه لیکوالان څه بیان لري دشعر اونظم تر منځ :
صافی «ستوري» لیکنه ۲شنبه ۱۴مه داګست ۲۰۰۶--- وایي :
 [ دعربي،فارسي،او پښتو په کلاسیکه شاعرۍ کې چې کومه توجه قافي،عرض،لحن اوبحر ته شوې اوکيږي ترډيرحد دموسیقی فن پورې تړاولری . چون دموسیقۍ او غناهنر په اسلامی ټولنه کې ددینی اونورو ملحوظاتو په لحاظ وده نه ده کړی شعر په دې ټولنه کې دا تشه یو څناڅه ډکه کړی ،
 دشعر، نثر او هنر هره بڼه چې وي دمحتوا او جوهری مفهومه پرته، (دوړاندیز) چې ځینی متن هم ورته وایې وسیلې یې په صنعت او ریاضت را منځته کیدی شی چې تر ډیره حد اختیاری جنبه لری .
که چیرته د شاعر او هنرمند هدف د خپلو احاسیسواو مشاعرو رسَولّ نورو ته وي، چې پرته له شکه دي، بایددتوان ترحدهغه وسیله په کار واچوی چې اغیزیی ارت اوعام وي . که د شاعر هدف په ټولنیزه وسیلوی مفاهیمو کې نوښت وي هغه نوښت چې په ټولنه کې دهضم او منلو وړ وي وړاندې کوي . په دې توګه زما په نظر شعر نه نظم دی او نه نثر، او نه هم خالی ژبه ده . بلکې نظم او نثر او شفاهي وسیله یې دریواړه دابراز دوسیلو مختلفه بڼې دي . ]
پوهنمل حاجی محمد نوزادی : ۶ .۴ . ۲۰۰۷ د بېنوا ویبپاڼه ---- ایا هر نظم شعر دی؟
[ ............ که چیري نثر دهر ډول مطلب د څرګندولو دپاره ډیره اسانه او پراخه لاره بولو،خونظم بیا رښتیاهم دژورو او دقیقو مفاهیمو دافادی پخاطر یوه مقیده وسیله اوخوراتنګه لاره ده . داځکه چی په نظم کی دوزن اوقافیی په پام کی نیول یو له بنسټیز شرطو څخه ګڼل کیږی . همدغه شرط دی چی لاری تنګوی او مطلب و اسانه څرګندلو ته خنډونه جوړوی . ددی خبری سره حرکت صاحب هم همږغی دی، خوزما په اند کیدلای سی دنظم اوشعر تر منځ هم لکه د نثر او نظم تر منځ مناسبت ته ورته یو ډول اړکی په ګوته سی .
که چیری حرکت صاحب دا خبره هم دزړه د کومی منی چی شعر زموږ داحساساتو، عواطفو، غریزو او ارزښتناکو څرګندونه ده، او دا خو ټوله هغه ټکې دی چی یوازی د تخیل د خزانې په صندوق کښی پیدا کیږی .... نو حرکت صاحب بیا ولي محترم لطیف ناظمي له ګریوانه رانیسې چه د لندن نه خپریدونکې د محبت جریدی د ۱۳۸۱ کال دجوزادمیاشتی په ۶ ګڼه کښی ئي لیکلې دی:
 (پوهان وائي یو کلام که هرڅومره عالې مفکوره او انکار نه منونکۍ حقیقت بیان کړی، ډېر ښه وزن او قافیه هم ولری خو که شعریت پکی نه وی یعنی په شعری منطق نه وی ویل شوی او دتخیل عامل ئي کمزورۍ وی نو هغه شعرنه بلکه نظم دی .) دښاغلې ناظمي ددی نظر په وړاندی حرکت صاحب داسی غبرګون ښئي :
 ( نپوهیږم کوم پوهان به داسی وایي خوزه پدی عقیده یم، کوم کلام چی عالې مفکوره ولری اوهم ئي انکار نه منونکۍ حقیقت بیان کړی وی او ډېر ښه وزن اوقافیه هم ولري نو حتما به په اصطلاح شعریت هم ولری او که نثر هم وی هیڅوک به د هغه د ارزښ څخه منکر نشی . . . . ]
مقاله ډېره اوږده ده؛ دلته ما هغه ټکي چي اصلا دشعر، نظم او نثر لپاره په نیغه دغو« درو» لیکوالو خپله دنظر څرګندونه کړې ده؛ کټ مټ د مقالې یوه لږ برخه بېله بدلونه رانقل کړې ده .

پورته دپاړسي ژبو او پښتو ژبو پوهانو اولیکوالونظر څرګند سو. اوُس غواړم، چي زه هم خپل نظر اوعقیده دشعر، نظم او نثر په باره کي څرګنده کړم .
شعر څرنګه چي په قاموسونو او فرهنګونو کي لوستل کیږي یوعربي نوم دی . یوه منظومه موزونه با وزنه اوقافیه لرونکې وینه ده . په پښتو کي ورته بدله وایي .
شعر چي په لاتیني ورته (Poesie) او په انګلیسي ورته (poetry) او په پښتو ورته (بدله) اوپه پاړسي ورته (سرواد) وايي؛ ډېره زړه او کلاسیکه (classic) اصطلاح (notion) ده . دشعر بنسټ او آساس او دغه اوسنی نوم زموږ ډېرو تېرو پخوانیو مخکنیو اولنو ایښی دی . دوی دخپل زمانې اوټولني او دهغه مهال دڅرنګواله سره سم دخپل هغه مهال په تخیل اوشعري منطق سره شعر ویلی، چي ښایي دهغه مهال د ادبپوهني سره سم وو. که نن موږ پرتيرواشعارو دنننۍ ټولني د ارزښت له مخي پرېکړه کوو او هغه ډېرتېرمهال چي شاعر په هغه کي شعر ویلی هغه ته و نه ګورو؛ زماپه آند تېروتنه به موکړې وي . که د ( عمر خیام ) چي په (۴۶۷هـ) کې ژوندکاوه اشعارو ته وګورو دهغه وخت او زمان سره نه وو جوړ ؛ دی ئې په کفر محکوم کړی وو . دا داوس ادیبان ئې نمانځي او دلوړ شاعر په سترګه ورته ګوري . دغسي هم د(امیر کروړ پهلوان) چي په ( ۱۳۹هـ) کي د«غور» امیر سو [پټه خزانه]د ده دهغه مهال شعر چي د ویلی دی؛ ښایي دهغه مهال دټولني ذهنیت پردغه ولاړ وو، چي دده خیال او شعري منطق دغه شعر چي ( زه یم زمری،په دې نړۍ له ما اتل نسته ) وایه هم به لوړ ادبیات وه . که اوس موږ دغه شعر په ننني ادبیاتو سره پرتله کوو او پرېکړه پر کوو او دشعرمنځپانګه او ارزښت ئې دسپک شعر یا دنظمکې نوم ورکوو سم کار به مو نه وکړی؛ ولي چي دهغه وخت ادبیات او د ټولني غوښت او دوګړو دود او رېواج زموږ داوسنۍ ټولني سره په هیڅ ګون نه پرتله کيږي . دغسي پخواني اشعار د ادبیاتو د تاریخ له مخه د هغه مهال دشاعرانو سره پرتله کیږي نه د نن دشاعرانو سره . او دا خبره هم ویل غواړم، که د شعر منظومه برخه ګورو؛ نو ئې بیا کته ګوري (category) کوو؛ راځو: و ښه، میانه اونیمګړي شعرونو ته . دغسي اشعار نن ډېر ویل کیږي .
زما په آند څرنګه چي انسان په خبرو راغلی شعر هم ورسره راغلی دی . بیا ډېر وروسته شعر په چوکاټ کي د عروض (بدلمېچ ) او قافیه پوهني کي راغلی،چي منظومي اړخ ته ئې ښه وده ورکړې .
خو نظم په مانا سره خلاف دنثر ښوول کيږي او بیابله مانائې وزن او قافیه لرونکې خبره ده . نظم دشعر مانا نه ورکوي. نظم دشعر یوه بڼه ده لکه: (مثنوي،غزل،قصیده،ترکیب بند،ترجیع بند،څلوریزه،حماسه،حمد،نعت،مدح،مرثیه،طیبات) اودغسي نور ډېر . خو نظم هم په دغه فورم (Form) کي دشعر راځي،چي نظم دیوه فرد څخه نیولې بیا تر ځو بیتو پوري وي .دغه شکلونه چي پورته یادشوه ټوله منظوم دي یاني منثور نه دي .
که څه هم پورته نومول سوو ادبپوهانو نظم داسي ښودلی، چي یو عادي موزون قافیه لرونکی کلام دی.
ددغو ادیبانو له نظره هرهغه چاچي داسي یو عادي منظومي شی ویلی وي؛ دوی ئې خبره نظم او پخپله ویونکی ئې ناظم بللی .څرنګه چي استاد حسین «نایل» د یوه سړي چي « گوهری» نومیږي پنځوسزره بیتونه ئې ځني لیدلي اومطالعه کړي او وایي، «چي ما دلته په نامه دهنردشعر اوشعریت یا هنردشاعرۍ ددغه ناظم په کتاب کي شی ونه لید.» ښاغلي «نایل » د «گوهری » و شعرونو ته دنظم نوم ورکړی او دی ئې پخپله ناظم بللی . د« نایل » له ویلونه څرګندیږي، چي دغه شعرونه ده لیدلي پاخه اوتخیُلي شعرونه نه وه .
که ښه ځیرسو شعر یوه ادبي اصطلاح ده،چي پر دوبرخو ویشل کیږي؛ څرنګه چي پورته هم په تابلو (table) کي ښوول سوې ده . یوه برخه ئې منظومي ده اوبله برخه ئې منثوري ده . منظومي اړخ دشعر په علم بدیع اوبیان، عروض (بدلمېچ) او قافیه پوهنه پوري تړلې ده، چي ټولې قاعدې دعروض او دقافئې په لومړي سرکي به په دغه منظومه وینه کي مراعاتیږي یاني دامنظومه خبره باید مقفي،موزون اوآهنګ ولري.
بل اړخ ددغه منظومې دنظم ښکلا (aesthetics)،پیغام،تخیل او منطق دی، چي په دغه کلام کي شتون ولري .
دوېم اړخ دشعر : منثوري وینه ده، چي په شعرپوري تړلې ده . په لومړي سر کي ټول قواعد دژبښود (Grammar)، اوګړښود(لغت) مراعات سوي وي اودنحوي (syntax) له مخه ئې چوکات سم وي . بل اړخ ئې په دغه ځای کي ذهني پلو دی، چي ګړي باید لکه مرغلري سره پېودل سوي وي او منځپانګه ئې دمانا ډکه او د کلام لړئې دمنطقو پر بنسټ ولاړ وي .
سربېره پردې هم دغه دواړه اړخونه دشعر ښه خوا او ناسمه خوالري،چي یوئې عادي اړخ اوبل ئې لوړ او اوچت اړخ دی . په دواړو صورتو کي خبره له شعره نه وُځي . حديث شریف دی، چي وایي :
اءِنَّ مِنَ الشَّعْرِ حِکْمَةً . ژباړه په رښتیاسره ځیني اشعار حکیمانه وي . صحیح البخاري ۲۰۴۷ حدیث

 ۱)پېړۍ : دپېړۍ سوچه مانا څرنګه چي محمدهارون «خپل» صاحب پخپل څېړني مقاله کي (بېنواویبپاڼه)
څېړلې ده سمه ده: یاني دپېړۍ اصله،سوچه حقیقي ماناپښت، نسل،نژاد او آبايي زېږنده سلسله ده.
خو پېړۍ یوه اصطلاح ده،چي هغه اصطلاحي مانائې قرن (سده) ده . چي دلته هم دهغه اصطلاحي ماناڅخه کار اخست سوی دی؛ نه دحقیقي مانا څخه . خوشال بابا اورحمان بابا دپېړۍ دسوچه مانا څخه
 کاراخستی؛ خو حمیدپخپل «درو مرجان کي داصطلاحي مانا څخه کار اخستی . لکه چي وایي :
دپېړۍ صدساله عمرصدقه شه +++
دځوانۍدشپودورځوترګړی
 لیکونکی محمدسرور وکیلي

 اخځونه :
ګوګل ـ د مسعود «فارانی» مقاله
 ګوګل ـ شعر ونظم درکلام بزرگان (مقاله )
ګوګل ـ پوهنمل حاجی محمد «نوزادی» ایاهر نظم شعر دی دبېنوا ویبپاڼه ۶ .۴ .۲۰۰۷ م ک
 ګوګل ـ پوهنار ظفرخان «اهتمام» په پښتو ادب کې دآزاد شعر دریځ او سرچینه ۱۳۸۷ دوږی ۲۸مه هـ ل
 ګوګل ـ صافی «ستوري » عنوان (pm) ۲ شنبه اګست ۱۴ ــــ ۲۰۰۶ م ک
 فرهنگ فارسی عمید تالیف حسن «عمید »
ویکي پيدیا
 صحیح البخاري رحمة الباري ترجمه مختصر