احمدشابابا ليسې فوټبال لوبډله د کال قهرمانه لوبډله سوه .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59796
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-06-11

په کندهار کې د فوټپال د ۱۳۹۳ کال د غوره لوبډلې سيالۍ د احمدشابابا لوبډلې په بريا او لمړي مقام سره پای ته ورسيدي .
دا سيالۍ  دوې مياشتي مخکي د کندهار د فوټبال فدراسيون له لوري په لاره اچول سوي وي ، چې  ۱۳ لوبډلو ګډون پکښي کړی وو .
  د دې سياليو وروستيۍ لوبه نن د کندهار په ورزشي لوبغالي کې  د احمدشابابا د ليسې او عينو مېني لوبډلو تر منځ وسوه  ، چې د احمدشابابا لوبډلې په ګټه پای ته ورسيده .
د احمدشابابا لوبډلې څخه سميع غيرتمل ، مطيع الله او بشيراحمد درې ګولونه ووهل او عينو لوبډلې يوازي يو ګول ووهه .
احمدشابابا ليسه ټولي ۲۶ نمرې لري چې تر ټولو ډيري دي   او دا لوبډله يې د قهرمانۍ تر ځايه رسولې ده .
احمدشابابا ليسې لوبډلې نن ۱۳۹۳ کال د غوره لوبډلې اتلولي وګټل او د قهرمانۍ کپ يې تر لاسه کړ .