سرخلاصی پېغور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 5996
لونګ
دخبریدو نیټه : 2006-03-15

روشن : ((( همدا پارسي خپروني مو د افغانستان له پاره کفايت کوي  )))

کلونه کيږي چي له هيوادوالو سره دترسره شويو او روانو نارواوو ، رټلو ، سوځولو ، له کلي کور څخه د شړلو او ملنډو تر څنګ له لويي جرګې څخه بيا تر ملي سروده مو د منل شوي اساسي قانون په رڼا او چوکاټ کي د خلکو دروا حق د غوښتني له پاره ستاسو عالي جناب په نامه او پته پيغامونه درواستول ، هيلي مو وکړې ، سرخلاصي ليکونه درواستول شول ، او آن تر ګرېوان څېرلو ستاسو دربارونو ته درغلو او يا بهتره ده ووايم درغله  ، خو له بده مرغه هغه د چا خبره د يوه توت ارزښت مو چاته ورنه کړ . آن تر دې چي د جواب غوښتلو حق مو هم راڅخه واخست .

څه وکړم له خپل ټاټوبي او خلکو سره د ميني په نري رنځ اخته يم بې سياسته مي ورځ نه تيريږي هره ورځ خبرونه اورم خپروني لولم او د انټرنټ پاڼي يو په بل پسې ګورم او په بې وطنۍ کي د وطن مينه پرې ماتوم . (( چا ويل په اسمانو کي د دوو ملکو نغارې په غاړه او لرګي په لاس انتظاردي چي کله يو ملا صدقه يا خيرات ورکړي نو ملکي يې په نامه نغارې وهي ، له ملکو څخه يې چي وپوښتل څو ځله مو نغارې وهلي ، ملکو وويل : ولاکه مو تر اوسه ګړس ترې جګ کړی وي ))

نو زما هم نه يوازي ولاکه تر اوسه مينه پرې ماته سوې وي بلکي بيا بيا پښتنو ته پکي نوی سپکاوی اورم او يا لولم .

پرون مي په  ټول افغان ويبپاڼه کي يو سرليک ترسترګو سو چي له ځانه يې ور وکاږلم ، ليکل شوي وه (( آ چي ډېوې وژني )) په زړه کي وګرځېدل چي ډېوې خو يوازي زموږ وژل کيږي ، په رښتيآ چي همداسي وه .
ليکنه مي چي خبر ته ورته ليکل شوې وه تر اخيره ولوسته چي د نجيب روشن په نامه د افغانستان د ملي تلويزيون ريس په المان کي د ډويچه ويلي تلويزيون له مسولينو سره ليدلي . د دوچي ولي تلويزيون مسولينو دافغانانو له پاره د فوټبال د نړيوالو سياليو چي سږ کال په المان کي ترسره کېدونکي دي ريس صاحب ته په خپلو خپرونو رڼا اچوله ، چي غواړي د لوبو جريان د دوستۍ په نيت په پښتو او پارسي ژبو زموږ د هيوادوالو تر غوږو  ورسوي ، خو دالمانيانو ددې نيت په ځواب کي ( روشن ) د دوچه ولي مسولينو ته لارښوونه کړې ، چي د بېځايه مصرف مخه په هرځای کي چي وی ونیوله شي . اووايي افغانان ټول په پارسي ژبه بلد دي پښتو خپروني اصلآ بېځايه او غير ضروري
مصرف بولم ، همدا پارسي خپروني مو د افغانستان له پاره کفايت کوي .

ماويل : نور لکه چي هيلي او پيغامونه بې خونده شوي ، نو مي له ځانه سره سلا وکړه چي دا ځل به هرو مرو ستاسو جلالتماب کرزي صاحب او ښاغلي هيوادمل صاحب ته چي په کلتوري او فرهنګي برخه کي ستاسوسلاکار وزير دی سرخلاصی پيغور ليکم . او باور وکړی  همدا اوس لار راڅخه ورکه ده چي خدای مه کړه داسي څه ونه ليکم چي سبا به لکه  د ( روشن ) زه هم مختوری يم . مګر دومره ځان ته حق ورکوم چي دښاغلي نجيب روشن نوم اودغه کړﺉ کار سره پوره توپير لري . ځکه د نجيب مانا لوړه ده او روشن ته موږ روڼ او روښانه وايو ، چي له بده مرغه داسي نه وه . له تيارې سره دده د ټاکني پر مهال دتصادف له مخي د افغانانو هغه ناسته راياديږي چي دده په تياره شخصيت هم يوه ځغلنده تبصره وسوه . چي ياره دا نوم خو موږ هډو چيرته د هيواد په کلتوري او ادبی حلقو کي نه دی اورېدلی ، دا سماروق بيا له کومه سو .

 . دی که هر څه وي وي به ، خو زما په دغه سرخلاصي پيغور کي له جلالتماب کرزي صاحب او ښاغلي هيوادمل صاحب څخه د قسم سره يوه هيله ده چي يو ځل د خپلو پښتنو ميندو د خاورو څلي ته ودرېږي او دشناختو ټکولو پرمهال ترې وپوښتي چي زموږ پښتنو او سپېڅلو ميندو موږ دواړو د نورو ميندو دخوشالتيا او درناوي دپاره د هغو يوه برخه ډېر نااهله  بچيان په اوږو وګرځول ، ومو پالل او حتی زيارتونه مو يې هم وکړل ، خو د هغوی يو څو بې لاري ستاسو هډوکي سوځوي او په ژبه مو ملنډي وهي ، زه باور لرم چي د وجدان او معنويت په ژبه به دواړه ميندي چي ماته هم د ميندو مقام لري تاسو جلالتماب کرزي صاحب ته مشوره درکړي چي حامدجانه زويکه  ؛  که دي په وس پوره وي دا ليوني  مه پرېږده چي د قبر خاوره مي پليته کړي ، او همدا شان به زلمي هيوادمل صاحب ته ووايي : مړه هماغه د خوشال منجوري درسره ښه ايسېده ، بلا دي په دې سپېره وزارت سه چي زه دي هم ترې جار کړم او خوشال بابا هم .

په پای کي جلالتماب کرزی صاحب او ښاغلی هيوادمل صاحب که خبر دروغ وي ښاغلی روشن يې بايد سپيناوی وکړي چي پر دوی تور لګول شوی دی ، کنه نو بايد د يوه افغان په توګه بايد ترې وپوښتل شي چي په هيواد کي دننه خو دي د ملي تلويزيون څخه دملي کنګرې تلويزيون جوړ کړی ، دا پښتو ژبه دي په کومه کړې ګناه نېولې چي پر المانيانو دي هم نه پېرزو چي ستاسو د يوه مخکښ په اصطلاح د دوزخ په ژبه خپروني ولري ، المانيان خو هسي هم پيدايشي دوزخيان دي ، پرېږده د دوزخ په ژبه خپروني ولري ،ستا يې پرې څه .

ستاسو انصاف ته سترګي په لار

لونګ