غــــــــــــــزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 59997

دخبریدو نیټه : 2014-07-05

 

 ستا له یاري نه مي لاسونه ښه پاخه واخستل
 بي له غمونو نور له ښکلو نه چا څه واخستل

 د ویصل ښپه وه د یو بل په دیدار نه مړیدو
 د ملا اذان سحر له مونږه هر څه واخستل

 دیدن به څنګه ګلي وشي په میلونو لري
 زما د ځواني عمر سفر له ژوندانه واخستل

 د امید څلي وه بي یاره زندګي وه تیره شوله
 ما پکي ګټه له نصیبه د نیمګړی ارمانه واخستل

 کاته یی غشي شونډي شراب خندا له میو ډکه
 خو ما په زړګي زخمونه ټول له پیزوانه واخستل

 محبت د راز کیسه وه خو سرګندا شوله
 یار تری خوښي ( دل یار ) غمونه ټول په زړه واخستل