د ژوند نه انتظار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60206
اشنا
دخبریدو نیټه : 2014-07-14

 

 ښکلي بڼونه یي لا هم شته خو مالیار نه لري
 لیلی هغه ده خو لا هغه شان سینګار نه لري

 دغه طبیعي بېوفایي د ژوند ملګرې ده تل
 ځکه پوه خلک پرې باوراواعتبار نه لري

 د نن ځوانۍ کې د سبا ځړښت د نن نه پروت دی
 د دې قانون همدغه کار دی بل هیڅ کار نه لري

 ښیسته ماڼۍ ده پخوانۍ خو لااوس هم پاتې ده
 چې ده محصول د چاد لاس هغه معمار نه لري

 هره شیبه لکه برېښنا د ژوند چټکه درومي
 رابندول یي په هیڅ بڼه هیڅ مهار نه لري

 د شګو بند د سیلاب مخه شي نیولی کله
 که افلاطون شي هم د دې کار ابتکار نه لري

 نو ښه به داوي چې داعمرپه دوستۍ کې تېر شي
(اشنا) د ژوند نه بله هیله او انتظار نه لري

 شاعر- اروښاد سیف الرحمن(اشنا)