داستاد خبري ( د سيموتاريخي جغرافيه ) چاپ شو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 6022

دخبریدو نیټه : 2006-03-01

دعلامه رشاد بابا له ناچاپو اثارو څخه ( د سيمو تاريخي جغرافيه ) نومی کتاب په کندهار کي د ميوند کلتوري ټولني له خوا چاپ شو .
دا کتاب چي دپوښتني او ځواب په ډول ترتيب اوکمپوز شوی دی  مالي لګښت يې حاجي عزيز الله ساګزي ورکړی ، صديق الله بدر د هغو مرکو څخه چمتو کړﺉ دﺉ چي دعلامه رشاد بابا په ژوند کي يې د افغانستان او پښتونستان د يو شمېر سيمو په باب ځيني کړې وې . د يادوني وړ ده چي په کتاب کي چاپ شوي مرکې په کيليد نومي اوونيزي مجلې کي په پرله پسې توګه  (د استاد خبري ) تر سرليک لاندي چاپېدې ، لمړۍ برخه يې د علامه رشاد بابا په ژوند کي خپره شوې وه ، اوس د استاد خبري په دوه سوه اووه پنځوسو مخونو کي ( د سيمو تاريخي جغرافيه ) په نوم چاپ شوه .
دکتاب د ترلاسه کولو او نورو مالوماتو دپاره په لاندي پته برېښناليک ولېږﺉ او يا زنګ ووهی
maiwandnet@yahoo.com
 Mobile :009370211696