دپکتیکا دشهیدانو په په یاد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60311
ملیار
دخبریدو نیټه : 2014-07-20

 

 زه شهیدان د پکتیا وژاړم
 که لره بره پښتونخوا وژاړم
 زاړه ځوانان زمونږ په وینو رنګ دی
 کله سبا کله بیګا و ژاړم
 اورونه بل دی د پردو په لمسون
 زه نو له خپل که له بل چا وژاړم
 په پښتنو د چا زړه نه یخیږي
 حیران ولاړ یم کومه خوا وژاړم
 زه د نفاق ښامار چیچلی یمه
 ملامت نه یم خامخا وژاړم
 زما لیلا لیلا جانان وطنه
 زه په هجران کې بی لتا وژاړم
 حفیظ ملیار د په زخمو پوهیږم
 زړګیه زه به ستا ژړا وژاړم