مستغني: د توغندويي بریدونو د مخنیوي او مقابلې لپاره نور انتخابونه هم شته

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60360
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-22

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وايي چې د پاکستان له لوري پر ختیځو ولایتونو د توغندويي بریدونو د مخنیوي او مقابلې لپاره پر هر انتخاب غور کوي. د بهرنیو چارو وزارت ویندوی احمد شکېب مستغني پرون خبریالانو ته وویل چې د باندنیو چارو وزارت مسوولیت دا دی چې ستونزه له دیپلوماتیکو لارو حل کړي. مستغي زیاته کړه، د ډیورنډ له پورې غاړې څخه د توغندويي بریدونو د پای ته رسولو لپاره نور انتخاباتونه هم پر مېز شته. د بهرنیو چارو وزارت ویندوی دا خبرې وروسته له دې وکړې چې د پښتونخوا عوامي ګوند مشر محمود خان اڅکزي ویلي وو تېره میاشت چې کابل ته ولاړ پر پاکستان د افغانستان د احتمالي ځوابي حملې د نه کولو غوښتنه وکړي. د مستغني په وینا د افغانستان حکومت به د نورو انتخابونو په اړه په مناسب وخت کې او کله چې اړتیا پیدا شوه پرېکړه وکړي.