ارګ:افغان حکومت په ټاکنیزکړکیچ کې دامریکامداخله نه ده غوښتې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60373

دخبریدو نیټه : 2014-07-23

افغان حکومت د امریکا د ځانګړي استازي هغه څرګندونې رد کړې چې امریکا د ولسمشر کرزي په غوښتنه د ټاکنیز کړکېچ د حل لپاره مداخله کړې ده. د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي ویلي وو چې دوی د ټاکنو د پایلو پر سر د رامنځته شوي کړکېچ د حل په موخه مداخله د ولسمشر کرزي او د جمهوري ریاست د دوو کاندیدانو په بلنه کړې ده. خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمیل فیضي وايي د ټاکنو په بهیر کې د امریکا او ملګرو ملتونو د مداخلې غوښتنه یوازې ډاکټر عبدالله کړې وه. د ښاغلي فیضي په وینا ولسمشر حامد کرزی په خپله د انتخاباتو په بهیر کې د بهرنیانو له لاس وهنې سره مخالف و، خو ددی لپاره، چې د انتخاباتو بهیر اوږد نه شي، نو د امریکا او ملګرو ملتونو له مداخلې سره یې، چې د ډاکټر عبدالله په غوښتنه شوې وه مخالفت ونه کړ. فیضي وايي ولسمشر کرزی د انتخاباتو پروسه یوه ملي پروسه بولي، چې په وینا یې باید د بهرنیانو مداخله په کې نه وي موجوده.