امنیتي چارواکو له بهرني وګړي څخه پوښتنې پیل کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60379

دخبریدو نیټه : 2014-07-23

رشادسادات

امنیتي اورګانونه له  هغه بهرني وګړي څخه پوښتنې ګرویږنې پیل کړې چې ځان ېې د ملګرو ملتونو استازي ګاڼه او درایو په تفتیش کې مداخله کړې ده.

که څه هم د تحول او تداوم ټیم وایي دغه کس د اصلاحاتو او همپالنې ټیم یوه غړي د ټاکنو کمیسیون ته راوستی و خو د همپالنې ټیم بیا دا کس نړیوال څارونکی بولي.