په اروزګان کې د پوليسو يو قوماندان وژل شوی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60397
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-24

په اروزګان کې د پوليسو يو قوماندان د ماين شنډولو پر مهال په چاودنه کې وژل شوى دى. د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر محمداسلم وايي دا پېښه نن سهار شاوخوا نهه نيمې بجې د ترينکوټ ښار اړوند د سرمرغاب په سيمه کې رامنځته شوه. هغه زياته کړه، چې د يادې سيمې پر لاره د پوليسو د پوستو قوماندان دويم څارن موسى کريم د وسله والو له خوا خښ شوى يو ماين شنډاوه، چې چاودنه پرې رامنځته شوه. اسلم وايي ، چې په دې چاودنه کې قوماندان وژل شوى او دوه نور پوليس ټپيان دي.