په هرات کې دوې بهرنیانې ووژل شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60401
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-24

ناپېژاندو وسله والو په هرات ولايت کې دوه بهرني مېرمنې پر ډزو ووژلې. د هرات دامنيه قوماندانۍ وياند سمونوال عبدالرووف احمدي وايي، چې دا ميرمنې نن کابو ١٢ بجې د هرات ښار د دويمې امنيتي حوزې په اړوند سيمه کې تر بريد لاندې راغلې. احمدي وايي، چې دوى په يوه ټکسي موټر کې له خپل يوه لارښود سره نامعلوم لوري ته روانې وې؛چې تر بريد وروسته ټکسي چلوونکى او د هغوى لارښود نيول شوي دي. نوموړي د دې بهرنيانو د هويت په اړه څه ونه ويل؛خو وايي چې د پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې پيل شوې دي. تراوسه کومې وسله والې ډلې د دې بريد مسووليت نه دى اخيستى.