طالبانو په غزني کې یو تن په عام محضرکې وژلی دی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60408
سید جلالزی
دخبریدو نیټه : 2014-07-25

وسله والو طالبانو د غزني په ده يک ولسوالۍ کې يوتن د غلاوو او وژنو په تور په عام محضر کې پر ډزو سره وواژه. د ده يک ولسوال کريم الله وويل،چې وسلوالو مخالیفینو تېر ماذيګر د دې ولسوالۍ د ″کولالګو″سيمه کې د ″زلفو ″په نوم يو تن په عام محضر کې پر ډزو سره وواژه. د ولسوال په وينا، چې طالب اورپکو ددې پرېکړې پر مهال تر زرو ډېر ولسي وګړي هم په سيمه کې را ټول کړي وو. د اسدالله په نامه د سيمې يوه اوسېدونکي وويل، طالبانو د دې پرېکړې پر مهال په عام محضر کې اعلان وکړ، چې دا تن د غلا او وژنو په تور وژني. وسله والو طالبانو تراوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي.