جیبي بې پیلوټه الوتکې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60412
ډاکټر ثواب الدین مخکښ
دخبریدو نیټه : 2014-07-25

امریکایې پوځیان دستر ې راتلونکې جګړې لپاره کوچنۍ دڅار الې جوړوي ، دنوي نسل هغه امریکایي پوځیان چې جګړو ته لیږل کیږي به په خپل واک کې نوي وسایل (جیبي بې پیلوټه الوتکې ) ولري .دامریکا دمتحده ایالاتو دماسیچوتیس په ایالت کې دپوځي تحقیقاتو اوپرمختګونو په یو مرکز کې په داسې یوه اله چې په خطرناکو جنګي چاپیریالونو کې به ترې کار اخستل کیږي کارکوي (کوچنۍ جیبې بې پیلوټه الوتکې ) دغه وړې الوتکې به دامریکا دمتحده ایالاتو دپوځیانو سره دجنګ په سختو حالاتو کې مرسته کوي همداراز دغه جیبې بې پیلوټه الوتکې به دامریکا دمتحده ایالاتو دپوځ د ډیجیټال امنیت دمعیارونو سره برابرې وي .