د کندهار په ژړۍ ولسوالۍ درني جګړې ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60423
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-26

وسله والو طالبانو د کندهار د ژړۍ ولسوالۍ په يو شمير سيمو کې د امنتي ځواکونو پر امنتي پوستو  بريدونه  کړي دي  چې پر مهال يې د ګڼو بريدکوونکو په ګډون ۳۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده . 
بريدونه  تيره شپه د دې ولسوالۍ د چهارښاخې ، پاشمول او سياچوۍ په سيمه کې تر سره شوي دي  چې له امله يې د وسله والو طالبانو او امنتي ځواکونو تر منځ سخته نښته رامنځ ته شوې ده .
د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال وايې ، چې سيمي ته د ګډو امنتي ځواکونو په رسيدو سره ، په جګړه کې د دريو ځانمرګو بريدګرو په ګډون ۲۴ تنه وسله وال وژل شوي او د وسله والو په بريدونو کې يو د ملي اردو سرتيری وژل شوی او پنځه ګډ امنتي سرتيري ټپيان دي .
وسله وال طالبان وايې ، چې دا بريدونه دوی کړي ، چې پر مهال يې شل تنه افغان امنتي سرتيري وژل شوي او درې موټرونه د طالب جنګياليو ته په لاس ورغلي دي .