وسله والو د کندهار په ریګستان ولسوالۍ برید کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60436
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-27

وسله والو مخالفينو د کندهار پر ريګستان ولسوالۍ بريد کړى، چې په پايله کې يې د دې ولسوالۍ امنيه قوماندان بسم الله له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوى دى. دغه راز په دې جګړه کې ٧ وسله وال مخالفين هم وژل شوي دي. د کندهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر سرپرست دواخان مينه پال پر يادې شوې ولسوالۍ د وسله والو مخالفينو بريد تاييدوي او وايي، داسې خبرونه يې تر لاسه کړي چې د سلو په شاوخوا کې وسله والو مخالفينو د رېګستان ولسوالۍ پر امنيتي پوستو بريدونه کړي دي. هغه وايي د پوليسو او وسله والو مخالفينو تر منځ څو ساعته جګړه شوې او دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. مينه پال تاييد کړه، چې په په دغه بريد کې د رېګستان امنيه قوماندان بسم الله جان له خپلو پنځو ساتونکو سره وژل شوى او دغه راز له مقابل لوري هم ٧ تنه وسله وال وژل شوي دي. بل خوا سلګونو وسله والو مخالفينو پر ژيړۍ ولسوالۍ هم وسله وال بريدونه کړي، چې د پوليسو له لوري پر شا تمبول شوي او دغه ولسوالي له سقوط څخه ژغورل شوې ده.