پتيال : د حشمت خليل کرزي د وژني په اړه جدي پلټنه کيږي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60459
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-29

د کندهار مرستيال والي عبدالقديم پتيال وايې ، چې حشمت کرزي د وژني په اړه جدي پلټني کيږي .
حشمت خليل کرزی نن سهار ځانمرګي بريد په خپل کور کې وواژه .
د کندهار مرستيال وايې وايې ، چې د نوموړي وژنه د لوی کندهار دپاره لويه ضایعه ده او دوی دا بريد په کلکو ټکو غندي .
نوموړی زياتوي چې د موضوع د څيړني دپاره جدي پلټني تر سره کيږي او د معلوماتو تر ټولولو وروسته به رسنيو ته معلومات ورکړي .
د حشمت خليل کرزي د وژني مسووليت تر اوسه چا په غاړه نه دی اخستی او نه يې هم وسله والو طالبانو په اړه څه ويلي دي .