حماس د اور بند وړاندیز رد کړی

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60463
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-30

د حماس ډلې له اسرایيلو سره د اوربند وړاندیز رد کړی دی. د دې ډلې د نظامي برخې ویاند په یوه غږیز پيغام کې ویلي چې ټول جنګیالي یې په لېوالتیا شهادت ته چمتو دي. حماس دغه غبرګون وروسته له دې ښوودلی چې د اسرایلو په تازه بریدونو کې ۱۰۰ فلسطینیان وژل شوي او په دې توګه په تېر څو وروځو کې د پیل شوې جګړې له کبله د وژل شویو فلسطینیانو شمېر تر ۱۲ سو اوښتی دی. د اسرایلو په بریدونو کې د دې ترڅنګ ۶۷۰۰ فلسطینیانو ټپیان شوي هم دي.