په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر ۲۱۹۷ تنو ته ورسېد

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60465
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-30

د اسوشیتید پریس خبري اژانس د شمېرنو له مخې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د تلفاتو شمېر تر پرون پورې ۲۱۹۷ تنو ته رسېدلی دی. د امریکا دفاع وزارت په افغان جګړه کې د وژل شویو امریکايي عسکرو شمېر تر اسوشیتید پریس خبري اژانس درې تنه زیات ښيي. خو آی کژولټي ویبپاڼه، چې په افغانستان او عراق کې د امریکايي او نورو هیوادونو د پوځیانو د تلفاتو شمېرې خپروي، په افغانستان کې دننه او له افغانستانه دباندې د دغه هیواد د عملیاتو په تړاو د وژل شویو امریکايي پوځیانو شمېر ۲۳۳۸ تنه ښيي. اسوشیتید پریس خبري اژانس وايي چې د دوی له معلوماتو سره سم، چې د سې شنبې په ورځ تر غرمې مخکې لس بجې یې تازه کړي دي، لږترلږه ۱۸۱۹ امریکايي پوځیان په افغانستان کې د دښمن له لوري وژل شوي دي.