د حصارک جګړه د شپېتو وسله والو په وژلو کېدو پای ته ورسېده

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60466
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-30

د ننګرهار په حصارک ولسوالۍ کې جګړه د شپېتو کورنیو او بهرنیو طالبانو په وژلو کېدو پای ته ورسېده. د ننګرهار د والي ویندوی احمد ضیا عبدالزی وايي جګړه، چې پرون سهار وختي وسله والو طالبانو پر امنیتي پوستو په بریدونو سره پیل کړې وه، تر پرون ماسپښینه پورې روانه وه. عبدالزي وویل چې په دې جګړه کې شپږ افغان پولیس وژل شوي او ۸ نور ژوبل دي. د حصارک ولسوال عبدالخالق وايي شاوخوا زر تنو وسله والو پنجابیانو او افغان طالبانو د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو په بریدونو کې برخه لرله. مخکې د ننګرهار نورو چارواکو ویلي و چې حمله کوونکي له پاکستانه راغلي وو.