پوليس په کندهار کې د ځانمرګي بريدګر د وژلو ادعا کوي .

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60473
لودين
دخبریدو نیټه : 2014-07-30


په کندهار کې امنتي چارواکي ادعا کوې چي نن ( چهارشنبه ) يې د کندهار په ژړۍ  ولسوالۍ کې يو تن ځانمرګی بريدګر وژلی دی .
د امنيه قوماندانۍ وياند ضيا درانی وايې ، چې بريدګر پوليسو د دې ولسوالۍ د وزيرانو په سيمه کې هغه وخت تر پيژندني وروسته په نښه کړ ، چې بريدګر غوښتل په سيمه کې امنتي سرتيري په نښه کړي ، خو وسله وال طالبان وايې چې بريد  دوی کړی  دی او پر مهال يې د عامه نظم يو پوليس وژلی دی .
طالب وياند قاري يوسف احمدي وايې ، چې بريد د حبيب الله په نوم د دوی يوه ملګري کړی دی  او  له امله يې  د عامه نظم د دريو موټرونو د له منځه تلو ادعا هم کوي .