د امریکا کانګرس یو شمېر غړي هغو افغان ژباړوونکو ته د ویزو د زیاتولو هڅې کوي، چې له امریکایي ځواکونو سره یې دندې تر سره کړي دي
مخکښو سناتورانو جان مکین او جین شهین د جولای د میاشتې په شلمه نېټه په یوه تازه لایحه کې د کانګرس نه غوښتي، چې د روان کال تر پایه دې هغو افغانانو ته زر ویزې برابرې کړي، چې په افغانستان کې یې له امریکايي ځواکونوسره د ژباړوونکو په توګه دنده ترسره کړي او یا یې په دې ماموریت کې همکاري کړي ده.
یاده لایحه د جولای میاشتې پر دیرشمه نېټه د امریکا د ولسي جرګې لخوا منظور شوه او د تایید لپاره سنا ته واستول شوه.