پاکستان بيا پر کونړ ٣٢ توغندي توغولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60480
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-07-31

د کونړامنیتي چارواکي وايي چې پاکستان یو ځل بیاتېره شپه د دغه ولایت په درې ولسوالیو له سلو زیات توغندي ویشتي دي. د کونړ امنیه قومندان عبدالحبیب سیدخیل وايي، چې له تېرې شپې راهیسې ترنن سهاره پورې د دانګام، شیګل او مرورې ولسوالۍ په اړوندو سیمو ۱۱۸ توغندي لګیدلي دي. نوموړي زیاته کړه، چې په دې توغندیو کې چاته ځاني زیان نه دی اوښتی، خو مالي زیان یې اړولی دی.