غزل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60760
ډاکټر حامد
دخبریدو نیټه : 2014-08-13

                 


څومره تصور چی د لیمو را ځی
خیا ل می ستا د کلی په کوڅوراځي

زیړما زیګرئ دئ په ګود ربا ندی
غږ تری د پیغلوټو د منګو را ځی

سر غو ټئ تری رنګ په منتو اخلی
کله چی اشنا په موسیدو را ځی

څه الهام تری اخلی د طا لب مینی
کله بیا لیلی ستا په حجرو را ځی
 
ستا په یونظر او یوه ادا با ندی
څله می زړګئ په رپیدو را ځی

سخت که امتحان وی اشنا څه خبر
تا لره حا مد خو په لیمو را ځی