د هلمند امنیتي چارواکو له طالبانو سره خبرې پیل کړې دي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60766
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-13

د هلمند د امنيتي ادارو ځانګړى قوماندان وايي، چې د سنګين د جګړې د بندولو لپاره يې له وسله والو طالبانو سره خبرې پيل کړې دي.پاسوال اسدالله شېزاد وايي د سولې دا خبرې د سنګين تر ولسوالۍ محدودې دي او وروسته به د نورو ولسواليو لپاره هم وشي.شېرزاد چې د جګړې مهارولو لپاره د امنيتي ادارو ځانګړى قوماندان ټاکل شوی وايي، پر قومي مشرانو سربېره يې له وسله والو سره خبرو پر امنيت مثبته اغېز کړى دى. د ده په خبره له همدې امله پر سنګين سربېره په نورو نا امنه سيمو کې هم امنيتي پېښې کمې شوي، خو بيا هم د دغه وضعيت ښه والى ډېر وخت ته اړتيا لري. د قوماندان په وينا، د وسله والو ځينو مشرانو ورته ويلي، چې له جګړې ستړي شوي او د سولې له پروسې سره يوځاى کېږي.