هغه بهرنی چې په کابل کې ترې سر غوڅ شو ومړ

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60865
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

نن سهار د هوايي ډګر پر سړک ناپيژاندو کسانو له يو بهرني په لاره کې سر پرې کړ. ويل کيږي ياد کسان په تيښته بريالي شوي دي او بهرنی هم مړ شوی دی. تر اوسه د بهرني د هويت په اړه څه نه دي ويل شوي . باوري سرچينې افغان ځواک ته وويل چې له دې کسه څو تنو چې موټر ورسره و سر پرې کړی او تښتيدلي دي. ویل کيږي یاد بهرنی سهار لس نيمې بجې د سړک پر غاړه و چې څو تنو ترې سر پرې کړ او وتښتيدل. تر اوسه د بهرني هويت نه دی ډاګيز شوی او نه يی هم چا مسولیت په غاړه اخيستی دی. پوليس وايي چې دوی په دې اړه پلټنې پيل کړي دي.