پور

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60868
حاجي محمد نوزادي
دخبریدو نیټه : 2014-08-20



 لکه چي ستا د زرو ټیک پر سُجده پاته سي
 له ما نه ډک جام د خماره پر نشه پاته سي
 کاسو د سترګو مي شبنم درته کوثر ساتلي
 چي دي ګلاب د اننګونو تل تازه پاته سي
 ها پرشته ستا د نظر چي ترې خبر وا نه خلي
 پریشانه ورځ مي ځکه سر پرزنګانه پاته سي
 کور د لیمو ته به یې ویني بدرګه راولي
 که د بڼو اغزی دي مات راته پر زړه پاته سي
 د غزل کورته دي اور واچاوه او لاړی ترې نه
 دا به یو پور د انتقام پر پښتانه پاته سي
 ځواني وه وړانګه ، مازدیګره سره پریوتله
 نور به دا ستوري سپوږمۍ واړه بې خواله پاته سي
 د ښکلیو خیال دي نوزادي ، تر حورو و رسیدی
 پر دی دنیا به بې غزله له تا څه پاته سي
ډنمارک ـ ۱۸ / ۸ / ۲۰۱۴