لویه څارنوالي: د نيويارک ټايمز خبریال باید تر ٢٤ ساعتونو پورې له افغانستان څخه بهر شي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60875
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-20

لويه څارنوالي وايي، چې د نيويارک ټايمز خبريال بايد له افغانستان څخه بهر شي او له هغه وروسته هيڅکله هم افغانستان ته د راتلو حق نه لري. د نيويارک ټايمز خبريال "ماتيو روزنبرګ" څو ورځې وړاندې داسې يو راپور خپور کړى و، چې ګنې يو شمېر لوړپوړي افغان چارواکي، د امنيتي ځواکونو په مرسته واک ته د رسېدو هڅه کوي. که څه هم افغان دولت دغه ادعا رد کړې وه، خو لويې څارنوالۍ له هېواد څخه د ياد خبريال پر وتلو بنديز لګولى و او له هغه يې غوښتي و، چې له خپل مدافع وکيل سره يو ځاى لويې څارنوالۍ ته حاضر شي. خو امريکا پرون له افغان حکومت څخه غوښتي و چې د ياد خبريال د ممنوع الخروج پرېکړه بېرته واخلي. د لويې څارنوالۍ له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د نوموړي خبريال د مناسب ځواب نه ويلو او نه همکارۍ له امله د خپلو څېړنو په پايله کې پرېکړه وکړه، ترڅو روزنبرګ په ٢٤ ساعتونو پورې له افغانستان څخه بهر شي او له هغه وروسته به هيڅکله هم نه راستنيږي.