د کندهار د سرپوزي په زندان کې پنځه اتيا تنه زندانيان مسموم سوي دي.
دا زندانيان وروسته له هغي مسموم سوي کله ، چې د ماخستن ډوډۍ خوړلو وروسته يې انګور خوړلي دي .
د کندهار د والي وياند دواخان مينه پال منلي ، چې د کندهار د لوى زندان پنځه اتيا تنه زندانيان مسموم سوي دي. ، نوموړی وايې ، چې له دې ډلې لس تنه تر روغتونه رسيدلي دي او نن سهار تر درملني وروسته رخصت سوي دي .
مينه پال وايې ، لمړۍ څيړني ښيي ، چې انګور ناپاک خوړل سوي دي او هغه مواد پر پاته وه چې په باغونو کي د مرضونو د مخنيوي دپاره پر انګورو پاشل کيږي .
مينه پال وايې ، چې د موضوع په اړه نوري پلټني هم دوام لري .