پاتې نشو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60915
زرمینه عظیمي
دخبریدو نیټه : 2014-08-23



 ټولې راته ووژل افغان پاتې نشو
 نړۍ ژوي نیولۍ انسان پاتې نشو
 هرې خواکې اورراباندې بل کړی
 په سوځیدو شوللمه باران پاتې نشو
 هریوخیال می وژني په څه پلمو
 داسې ښکاری چې مسلمان پاتې نشو
 څوک ویلی نشی حقیقت خولي تړلې
 په داراوسیږوآزادی بیان پاتې نشو
 اوهغه اورپسی راغلی میلمانه
 صاحب دکورشومهمان پاتې نشو
 هغه وقت مې اوښکې دېرې توی کړی
 جانان په تلووپه ارمان پاتې نشو