دغه قانوغو ړم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60916
اشنا
دخبریدو نیټه : 2014-08-23

 

 زه نور څه نه غواړم قانون غواړمه
 ژوند کې ښایست ښکلی سمون غواړمه

 چې خزان شوې هیلي بیا غوړوي
 دغـه شان کار دغه قانون غواړمه

 په وچو شونډو چې موسکا راولي
 ستانه ساقی داسی جنون غواړمه

 لکه فولاد په ټینگ تکل پسی ځم
 له تورو شپو نه سباوون غواړمه

 چــې توفانونو کې لیلا لټـــوی
 د لیونتوب هغه مجنون غواړمه

 د زمانې ســتم ځپلــی یم ډیـــر
 نور د ظلمونو نه بیلتون غـواړمه

 شمعه د علم بــه تل بله ســاتم
 لکه (اشنا) داسی پښتون غواړمه
 شاعر- ارواښاد سیف الرحمن(اشنا)