دا یوه میاشت کیږي چې هره ورځ د کندهار د تأریخي آثارو د نړولو تراخه خبرونه د زړه په وینو گورم او خوا مې ورته شنه ده.
د یوه هیواد لرغونی تأریخ د تأریخي آبداتو ، ډبرلیکنو او ودانیو له مخې په زباد رسیږي. یو ژوندی ملت په خپل تأریخ ولاړ دی. تأریخ موږ له خپلو لرغونو مدنیتونو سره نښلوي. د لرغونو مدنیتونو ړنگول د پردي تیريگر او ښکیلاک گر کار دی، په هیڅ هیواد کې نه دي لیدل شوي چې ان د هغه هیواد تر ټولو خاین بچیان دې له خپلو نیکونو او تواریخو ورپاتې آثار چې د همغو مدنیتونو ځلانده نښې دي په خپل لاس ونړوي او یا له خپلې گیډې ورته یوه لنډه نیټه راوباسي چې نړولو ته یې توجیه جوړه کړي.
د الکسندر پر مهال په کندهار کې ډیر کارونه وسول.
زه به تاسو د اراکوزیا سرلوړي بچي د تأریخ هغې پاڼې ته بوزم چې ستاسو نیکونو د الکسندر پر وړاندې کومې سرښندنې او میړانې له ځانه څرگندې کړي دي.
ډيره ځلانده او ژوندۍ نښه یې خپلې مور ته د الکسندر لیک دی چې له اراکوزیا څخه یې ورلیږی وو. دا لیک هر څوک په آسانه په انترنت کې تر لاسه کولای شي. الکسندر ته د خپلې مور لیک راځي او ورته وايي چې زویه دا څه درباندې سوي چې ډیره موده په یوه ځای کې بند پاتې یې. الکسندر په ځواب کې ورته لیکي زه د اراکوزیا په داسې دښتې کې بند یم چې هر پل یې زما لښکر ته د فولادو د څاه په شان دی او له دغه فولادي خنډ څخه تیریدل آسانه نه دي.
مورې! تا ما ته دروغ ویلي ول.
تا راته ویلي ول چې په نړۍ کې یوازې یو ستر الکسندر دی. دلته په اراکوزیا هر څوک نر او ښځه وینم چې په دوني جگې غاړې گرځي چې هر یو یې ځان له ستر الکسندره لوړ بولي.
دا هغه تأریخي ویاړ دی چې د اراکوزیا ننگیالیو بچیانو د هغه مهال د ښکیلاک پر وړاندې څرگند کړی وو.
الکسندر له ډیرې ورانۍ وروسته یو ښار ودانوي چې دمیوند الکسندریه کلا یوه بیلګه ده او د همدغو ودانیو له کبله د پارو پامیزس په لمن کې د اراکوزیا د سکندریې په نامه ثبت کیږي.
هسې خو شاه شجاع هم د ستر سترواک احمدشاه بابا ع لمسی وو او هیواد یې په انگلیسانو ټوکر ټوکر کړ.
که نن د کندهار چارواکي له یوې مخې ځانونه کندهاریان بولي نو بویه چې دوی هم له هماغه شاه شجاع څه کمی نه لري. خو ښاغلی پوهاند توریالی ویسا دې دا په یاد ولري چې د افغانستان د کندهار د تمدن لرغوني آثار دده تر سترگو لاندې نړول کیږي او دی یې ویني.
دا دی ښاغلی ویسا په یاد ولري کله چې په سد راسي پښيماني گټه نه لري او که هر څوني مالي لگښت له ځانه پرې وکړي نور گټه نه لري او د ستر شرم دا بې ننگه نوم به د تأریخ پر پاڼو دده په نامه یاد سي.
د کندهار د لوړ پوړي چارواکي په توگې د افغانستان ددې برخې د تأریخي آبداتو او آثارو ساتنه نه یوازې ددوی رسمي دنده ده بلکه ددوی ملي او هیوادنۍ دنده ده. هیله مند یم چې ښاغلی پوهاند ویسا په خپلې ټولې پوهې او رسمي صلاحیت او ځواک چې لري یې خپل گام اوچت کړي او د نور ورانیو مخه دې ونیسي او دا خپل سري چارواکي دې له دندو لیرې کړي.
په کندهار کې پر ټولو مدني بنسټونو، د کندهار پوهنتون پر ټولو په هیواد مینو استادانو، د کندهار پر ژورنالیستانو او لیکوالانو د تأریخي کندهار پر سپین روبو،د تأریخي کندهار پر منورو ملا امامانو او ټولو کندهاریانو غږ کوم چې د خدای پار ته وگورئ او مه پریږدئ چې ستاسو د نیکونو او پلرونو مینې دې یو څو تنه بې مسؤولیته، د دنیا په پیسو مستو الستو مینو لیونو په ککړو لاسونو ړنگې کړي.
که دا کار ونه کړئ تأریخ به هیڅکله تاسو ونه بخښي.
همدا آثار له لرغون مهال سره ستاسو د پیوستون ژوندۍ نښې دي.
مه پریږدئ چې دا کارونه وشي.
د بابا قبر او روح ته مو او د خپلو پلرونو او نیکونو رپاندو شملو او نه هیریدونکو کارنامو، حماسو او ویاړنو ته وگورئ.
کاشکې دا غوږنه دوني کاڼه نه وای.
د هغوی دې سترگې ړندې سي چې د بابا مینه یې ورانیږي او دی ورته رډې رډې سترگې گوري.
کندهاریانو تاسو خو په ننگ، تأریخ او ملت مین وگړي یاست، مه پریږدئ، د خدای په پار مه پریږدئ
رحمت اریا