ولسمشر کرزی نن بیا له دواړو کاندیدانو سره ګوري

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60954
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-26

راپورونه وايي په دغه کې به ولسمشر له اشرف غني احمدزي او عبدالله سره د نوي ولسمشر د لوړو د مراسمو پر وخت خبرې وکړي. ولسمشر کرزي پرون د وزیرانو شورا په غونډه کې یو ځل بیا له کاندیدانو غوښتنه کړې چې ژر تر ژر یوې هوکړې ته ورسېږي تر څو د نوي ولسمشر د لوړې مراسم پر ټاکلي وخت ترسره شي. ولسمشر کرزی ټینګار کوي چې د نوي ولسمشر د لوړې مراسم باید د روان میاشتې په ۱۱ نېټه ترسره شي تر څو نوی افغان ولسمشر د ناټو په سرمشریزه کې د افغانستان استازیتوب وکولی شي.