روغ لیونی: دنوبهار ولسوالۍ مو په بشپړه ډول دطالبانو څخه پاکه کړل

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60964

دخبریدو نیټه : 2014-08-26

وروسته ترهغه چي طالبانو رسنیو ته دنوبهار ولسوالۍ دنیولو خبرورکړ ورسره سم ددې ولایت دامنیتي چارواکو دسخت غبرګون سره مخ شول او په نوبهار ولسوالۍ کي يې دامید په نوم عملیات پیل کړی.

دزابل امنیه قومندان مل پاسوال غلام سخي روغ لیوني نن ورځ دیوه مطبوعاتي کنفرانس پرمهال رسنیو ته وویل چي دنوبهار په ولسوالۍ کې ددوی له لوري عملیات پای رسیدلي او یاده ولسوالۍ يې په بشپړډول دوسله والو مخالفینو څخه پاکه کړې دی.

ښاغلی روغ لیونی وايي پدې عملیاتو کي ۱۵ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او دهغوی څخه يې سپکي اودرنې وسلې هم لاس ته ورغلي دي.

امنیه قومندان روغ لیونی همداراز وايي دیادو عملیاتو پرمهال دوه امنیتي سرتیري وژل سوي او ۷ نورټپیان دي اودامهال يې روغتیايي حالت دډاډ وړدی.
په زابل کي امنیتي چارواکي پداسي حال کي نوبهاردولسوالۍ دوسله والو مخالفینو څخه دپاکوالي خبره کوي چي پدې وروستیو کي دددې ولایت په ډیری سیمو کي ددولت وسله مخالفینوته سخت مالي اوځاني زیانونه اوښتي دي.

احمدولي سرحدي