نور: نن به د یو شمېر نورو محلونو د رایو په اړه وروستۍ پرېکړه وشي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60970
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-27

د ټاکنو خپلواک کميسيون اعلان وکړ، چې تر اوسه شاوخوا ١١زره چک ليستونه او د پايلو پاڼې کمپيوټري سيسټم ته ننوتې او ټاکل شوې، چې نن د رايې ورکونې د نورو محلونو د شمېر په اړه نهايي تصميم ونيول شي. د ټاکنو خپلواک کميسيون وړمه ورځ د رايو د بياشمېرنې د پايلو څېړنه او بياشمېرنه د ملي او نړيوالو څارونکو او د نوماندانو د استازو په شتون کې پيل کړه. کميسيون په خپله ډاګيزه ناسته کې د ٣٦٤٥ محلونو د رايو د برخليک په اړه، چې سيسټم ته ننوتې او ټول اته پړاوونه يې بشپړ کړي، تصميم ونيوه، چې له دې منځه د ٢٨٧٦ محلونو رايې معتبرې وشمېرل شي. د دغه تصميم له مخې، د ٧٢ محلونو رايې، چې د بياڅېړنې ١٦ معيارونه يې نه وو بشپړ کړي، باطلې اعلان شوې او د ٦٩٧ محلونو د رايو په اړه د بياشمېرنې تصميم ونيول شو.