د سرپل۳۰ ښوونځیو ته ودانۍ جوړې شوې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60971
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-27

په سرپل کې د ٣٠ ښوونځيو د ودانيو په پرانيستو د څه باندې ٢٠ زره نجونو او هلکانو لپاره د زده کړې مناسب ځاى پيدا شو. د سرپل د پوهنې رياست چارواکي وايي د دغو ښوونځيو کار تېر کال پيل شوى و او دا دى اوس بشپړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول. د سرپل د پوهنې رييس عبدالغفور سرپلي وايي دغه ښوونځي په مرکز او شپږ ګونو ولسواليو کې جوړ شوي او د څه باندې ٢٠ زره نجونو او هلکانو لپاره يې د زده کړې مناسب ځاى چمتو کړى دى. هغه زياته کړه، چې ښوونځي د ملي پيوستون پروګرام له لارې د دوه ميليونه او شپږ سوه زره امريکايي ډالر لګښت پرې راغلى، چې ځمکه يې د خلکو له خوا په وړيا ډول د پوهنې رياست ته ورکړل شوې ده. د ګوسفندي ولسوالۍ د التي باى د نجونو لېسې د اتم ټولګي زده کوونکې فرېبا وويل، چې پخوا يې په ويجاړو ټولګيو او خېمو کې درس وايه، خو اوسمهال په پاکو او پخو ټولګو کې درس وايي. دې زده کوونکې زياته کړه، چې يو شمېر زده کوونکي د ګرمۍ له امله په خېمو کې درس ويلو ته حاضر نه وو، خو اوس په زياته لېوالتيا سره خپل درسونه وايي.