حسن بانو غضنفر: علما دې په ودونو کې د ځایه لګښتونو په مخنیوي کې مرسته وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60972
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-27

د ښځو چارو وزارت له خوا په محفلونو کې د بې ځایه لګښتونو د مخنیوي په هدف درې ورځنی کنفرانس پیل شو. د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر د سې شنبې په ورځ دغه کنفرانس ته په وینا کې وویل، چې غواړي د دغه ډول کنفرانسونو په جوړولو سره خلکو ته عامه پوهاوی ورکړي. په دغه کنفرانس کې د دولتي ارګانونو، علماو، قومي مشرانو او د مدني ټولنو استازو هم برخه اخیستې ده. د ښځو چارو وزارت وايي په دې وروستیو کې د نورو ناوړو دودونو ترڅنګ په محفلونو کې بې ځایه لګښتونه ډېر شوي دي. د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفرد سې شنبې په ورځ د دغه درې ورځني کنفرانس د پیل پر مهال وویل، چې په دې جوړشوي کنفرانس کې به تر ډېره د حاکمو دودونو پر ناوړه پایلو، په محفلونو کې پر بې ځایه لګښتونو او نورو اړوندو مسایلو خبرې وشي.