د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو ډاکتراشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله د ولسمشر حامد کرزي په شتون کې له يو بل سره کتلي دي.د اشرف غني په مشرۍ د تحول او دوام ټيم يوه غړي نعمان شينواري وويل، چې له ولسمشر حامد کرزي سره د ډاکټر اشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله کتنه، تېر ماخوستن شاوخوا اته بجې په ارګ کې شوې ده.د اصلاحاتو او همپالنې د ټيم وياند مجيب رحيمي هم تاييد کړه، چې ياده ناسته شوې او پايلې به یې وروسته له رسنيو سره شريکې کړي.له دې وړاندې د ډاکتراشرف غني په مشرۍ د تحول او دوام ټيم يوه وياند طاهر زُهير ويلي و، چې په ياده ناسته کې به د رايو د بياڅېړنې لړۍ د چټکتيا او د نوي ولسمشر د لوړې مراسمو د تر سره کولو د خبرو ترڅنګ د اجرايوي پسټ د واکونو په اړه هم خبرې وشي.