اوباما: افغان مشران بايد د خپل راتلونکي لپاره سختې پرېکړې وکړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60983
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-27

دامريکا ولسمشر بارک اوباما له افغان مشرانو وغوښتل،چې د خپل هېواد د ښې راتلونکې او امنيت لپاره بايد سختې پرېکړې وکړي.د سپنې ماڼۍ له خوا،په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي ، چې ولسمشر بارک اوباما دغه څرګندونې پرون د امريکا په شمالي کرولينا ايالت کې ديوې غونډې پر مهال کړې دي.که څه هم هغه په خپله وينا کې د افغانستان د کوم ځانګړي مشر نوم نه دى اخيستى، خو په يادو څرګندونوکې يې اشاره د ولسمشرۍ دواړو کانديدانو، ډاکتراشرف غني احمدزي او عبدالله عبدالله ته وه.بارک اوباما زياته کړه : (( په افغانستان کې د لومړي ځل لپاره د سياسي واک دلېږد پروسه په يوه ديموکراتيکه فضا کې ترسره کيږي او افغانان ددې لپاره لګيا دي کار کوي، افغان مشران بايد ددغې موخې ترلاسه کولو لپاره مهمې او سختې پرېکړې وکړي.