فیضي: ولسمشر کرزی به د ناټو په راروانه سرمشریزه کې ګډون ونه کړي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 60986

دخبریدو نیټه : 2014-08-27

ټاکل شوې ده چې د ناټو مشران د راتلونکي سپټمبر په څلورمه او پنځمه د بریتانیا په ویلز ایالت کې په افغانستان کې د ناټو د راتلونکې رول په اړه مهمه غونډه وکړي.د ناټو مشرانو هیله لرله چې دې غونډې ته به د افغانستان نوی ولسمشر ورشي، خو د افغانستان انتخاباتي جنجال، چې پر له پسې د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم له لوري اوږدېږي، د نوي ولسمشر د لوړې مراسم ځنډولي او له نامعلوم برخلیک سره یې مخامخ کړي دي.د ولسمشر کرزي ویندوی ایمل فیضي پرون رویټرز خبري اژانس ته وویل چې د ناټو په سرمشریزه کې د ولسمشر کرزي د نه ګډون کولو په دریځ کې بدلون نه دی راغلی. ولسمشر د ناټو د بلنې په ځواب کې ویلي و چې د ده ځای ناستی یا نوی افغان ولسمشر او یا هم د حکومت ځیني نور چارواکي به د ناټو په غونډه کې ګډون وکړي.