امریکا د افغانستان لپاره نوی سفیر ټاکي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 61012
احمد فیصل
دخبریدو نیټه : 2014-08-30

د امریکا ولسمشر بارک اوباما پرېکړه کړې چې باتجربه دیپلومات او په کابل کې د امریکا د سپارت اوسنی مرستیال مایکل میکنلي په کابل کې د خپل سفیر په توګه وټاکي. امریکايي رسنیو ویلي چې مایکل میکنلي د اوسني سفیر جیمز کننګهم پر ځای ټاکل کیږي، څوک چې له ۲۰۱۲ کال راهیسې په افغانستان کې د سفیر په توګه دنده ترسره کوي. ویل کیږي، چې میکنلي د ولسمشر بارک اوباما یو له نږدې ملګرو څخه دی او په دیپلوماسۍ کې پراخه تجربه لري. هغه تر دې مخکې په پیرو او کولمبیا کې هم د سفیر په توګه دنده ترسره کړې ده.